Jump to content

سوېلي افريقا

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سویلي افریقا په انګلیسي South Africa) چې رسمي نوم یې د سویلي افریقا جمهوریت دی د افریقا د لویې وچې په سویل لور کې پروت یو هیواد دی. د یاد هیواد پلازمینه پرتوریا او لوی ښار یې ژوهانسبورګ دی. د سویلي افریقا رسمی ژبي افریکانس ژبه او انګلیسي ده، مساحت یې ۰۳۷'۲۲۱'۱ کیلومتره مربع او د وګړو شمیر یې ۶۰۰'۷۲۵'۵۷ نفره دی. د نوموړی هیواد د پیسو واحد د سویلي افریقا رند (ZAR) دی، او په ۳ د می ۱۹۱۰م کال له بریتانیا خپلواکی ترلاسه کړی ده.

  
سوېلي افريقا
سوېلي افريقا
سوېلي افريقا
بیرغ
سوېلي افريقا
سوېلي افريقا
نښان


شعار
ملي ترانه:
ځمکه او استوګنه
کوارډينېټ ۲۹°سویل ۲۴°ختیځ / 29°سويل 24°ختيځ / -29; 24 [۱]  ويکيډاټا کې (P625) ځانګړنې بدلې کړئ[۲]
ټيټه سيمه هندي سمندر (0 متر )  ويکيډاټا کې (P1589) ځانګړنې بدلې کړئ
پراخوالی 1221037 کیلومتره مربع   ويکيډاټا کې (P2046) ځانګړنې بدلې کړئ
د سمندر په
کچه لوړوالی
1037 متر [۱]  ويکيډاټا کې (P2044) ځانګړنې بدلې کړئ
پلازمېنه پرتوریا

کيپ ټاؤن   ويکيډاټا کې (P36) ځانګړنې بدلې کړئ

رسمي ژبې
مشرتابه
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ
خپلواکۍ نېټه ۳۱ مې ۱۹۱۰  ويکيډاټا کې (P571) ځانګړنې بدلې کړئ
د عمر محدودیتونه
بې کارۍ کچه 27.2 سلنه (۳۱ مې ۲۰۱۸)[۳]  ويکيډاټا کې (P1198) ځانګړنې بدلې کړئ
نور مالومات
پیسې د سویلي افریقا رند   ويکيډاټا کې (P38) ځانګړنې بدلې کړئ
بېړنۍ ټليفون
شمېره
تګلوری کيڼ [۴]  ويکيډاټا کې (P1622) ځانګړنې بدلې کړئ
رسمي وېبپاڼه د تاييدولو سرچينه  ويکيډاټا کې (P856) ځانګړنې بدلې کړئ‌‌‌‌‌‌‌‌
هېواد کوډ ZA  ويکيډاټا کې (P297) ځانګړنې بدلې کړئ
د زنګ وهنې نړیوال کوډ +27  ويکيډاټا کې (P474) ځانګړنې بدلې کړئ
Map

سوېلي افریقا، په رسمي بڼه د سوېلي افریقا جمهوریت، په افریقا کې وړاندې سوېلي هېواد دی. دا هېواد چې تر ۶۰ میلیونو زیات وګړي لري، د نړۍ ۲۳م ډېر نفوس لرونکی هېواد دی او د ۱۲۲۱۰۳۷ کیلومتر مربع (۴۷۱۴۴۵ مایل مربع) مساحت لري. سوېلي افریقا دری پلازمېنه ښارونه لري، چې د حکومت اجرائیوي ، قضایی او مقننه څانګې په ترتیب سره په پریتوریا ، بلومفونټین او کېپ ټاون کې ځای پر ځای دي. د دې هېواد ترټولو لوی ښار جانسبرګ دی. د سوېلي افریقا نږدې ۸۰ سلنه وګړي تورپوستی افریقایي نسل دی، چې په بېلابېلو توکمیزو ډلو وېشل شوي او په ډول ډول افریقایي ژبو خبرې کوي. پاتې نفوس چې افریقا لویې ټولنې ګڼل کېږې، اروپایی (سپین سوېلي افریقایان)، آسیایي (هندي سوېلي افریقایان او چینایي سوېلي افریقایان) او څو رګه (رنګ سوېلي افریقایي) نسب لري. [۵][۶]

سوېلي افریقا، له سوېلي لوري له سوېلي اتلانتیک او د هند له سمندرونو سره  ۲۷۹۸ کیلومتره (۱۷۳۹ مایله)  اوږده ساحلي پوله لري. دا هېواد له شمال لوري له نامیبیا ، بوتسوانا او زمبابوې سره، له ختیځ او شمال ختیځ لوري له موزمبیق او اسواتیني سره ګډه پوله لري او دې هېواد د لیسوتو هېواد په ټولیزه توګه چاپېر کړی دی. نوموړی هېواد د زړې نړۍ په خاوره کې وړاندې سوېلي هېواد دی او ترټولو نفوس لرونکی هېواد دی چې په بشپړ ډول د استوا کرښې په سوېل کې پروت دی. سوېلي افریقا د حیاتي تنوع ځای دی چې د چاپېریالي او د نباتاتو او څارویو ځانګړی متنوع ژوند لري. [۷][۸][۹]

سوېلي افریقا یوه څو توکمیزه ټولنه ده چې د دودونو، ژبو او ادیانو بېلابېل ډولونه له ځان سره لري. د دې هېواد څو اړخیز جوړښت په اساسي قانون کې د ۱۱ ژبو په رسمیت، چې په نړۍ کې څلورم لوړ شمېر دی، څرګندېږي. د ۲۰۱۱ ز کال د سرشمېرنو پر بنسټ، دوه پراخې مورنۍ تکلمي ژبې زولو (۲۲.۷٪) او زوسا (۱۶٪) دي. ورپسې دوه نورې اروپايي رېښې لري: افریکانس (۱۳.۵٪) چې له هالنډي ژبې څخه رامنځ ته شوې او د زیاتره رنګ لرونکو او سپین پوستو سوېلي افریقایانو لومړۍ ژبې ده او انګلیسي (۹.۶٪) چې د بریتانوي استعمار میراث څرګندوي او معمولاً په عامه او سوداګریز ژوند کې کارول کېږي. نوموړی هېواد، د هغو افریقایې هېوادونو له ډلې دی چې هېڅکله په کې کودتا نه ده شوې او نږدې د یوې پېړۍ په اوږدو کې منظمې ټاکنې ترسره کوي،خو تر ۱۹۹۴ ز کال پورې د افریقا د تورپوستو لوی اکثریت د رایې ورکولو حق نه درلود.  

د تورپوستو اکثریت د شلمې پیړۍ په اوږدو کې، د برلاسي سپین پوستي اقلیت څخه، چې د هېواد په وروستي تاریخ او سیاست کې یې پراخه ونډه درلوده، د ډېرو حقونو غوښتنه کوله. په ۱۹۴۸ ز کال کې نېشنل ګوند اپارتاید وتاپه چې پخواني نژادي بېلوالي ته یې بنستيزه بڼه ورکړه. د افریقا ملي کانګرس او د هېواد دننه او بهر د اپارتاید ضد نورو کارنده ډلو د اوږدې مبارزې او ځینې وخت د تاوتریخوالی په پایله کې، په ۱۹۸۰ ز کلونو کې د تبعیض د قوانینو لغوه  پیل شوه. ټولو توکمیزو او ژبنیو ډلو له ۱۹۹۴ ز کال  نه را په دې خوا، د هېواد په لیبراله ولسواکۍ کې چې له یوه پارلماني جمهوریت او نهو ولایتونه څخه جوړه شوې ده، سیاسي استازیتوب کړی. زیاتره وختونه، سوېلي افریقا "رنګين ټال ملت" په نوم یادېږي، چې په ځانګړي توګه له اپارتایډ وروسته، د هېواد څو کلتوري تنوع په ګوته کوي. [۱۰]

د نړیوالو چارو په ډګر کې سوېلي افریقا له منځنۍ کچې لوړ ځواک ګڼل کېږي، چې دا هېواد پراخ سیمه ییز اغېز لري او هم د مشترک المنافع هېوادونو او هم د G20 یا شلو صنعتی هېوادونو غړی دی. سوېلي افریقا د پرمختګ پر لور هېواد دی، چې د بشري پرمختیا په شاخص کې ۱۱۴م ځای لري، خو د نړیوال بانک له لوري د یوه نوي صنعتي هېواد په توګه پېژندل شوی دی، چې په افریقا کې دویم لوی اقتصاد دی او په نړۍ کې ۳۵م لوی اقتصاد ګڼل کېږي. سوېلي افریقا په افریقا کې د یونیسکو د نړیوال میراث د تر ټولو ډېر ځایونه هم لري. په سوېلي افریقا کې د اپارتایډ له پای ته رسېدو نه را په دېخوا، د حکومت مسئولیت او د ژوند کیفیت په پراخه کچه ښه شوی دی. خو جرم، بې وزلي او نابرابري لا هم په پراخه کچه پاتې ده، چې د نفوسو څلورمه برخه وزګاره او د ورځې له ۱.۲۵ امریکایي ډالرو څخه په کم عاید ژوند کوي. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

نوم

د "سوېلي افریقا، په انګلیسي: South Africa " نوم، د دې هېواد له جغرافیایی موقعیت څخه اخیستل چې د افریقا په سوېلي څنډه پروت دی. دا هېواد د بنسټ پر مهال، د سوېلي افریقا د اتحادیې په نوم چې په انګلیسي کې Union of South Africa او په هالنډ کې Unie van Zuid-Afrika  بلل کېده، چې د څلورو پخوانیو جلا جلا بریتانوي مستعمېرو له یووالي څخه خپله رېښه اخلي. له ۱۹۶۱ ز کال څخه وروسته، د سوېلي افریقا د جمهوریت په رسمي نوم چې په انګلیسي کې Republic of South Africa  او په افریکانس کې Republiek van Suid-Afrika   بلل کېږي. نوموړی هېواد له ۱۹۹۴ ز کال راهیسې، په خپلو ۱۱ رسمي ژبو کې یو رسمي نوم لري.

د Mzansi اصطلاح، د ژوسا ژبې له نامه: uMzantsi څخه مشتق شوې چې د "سوېل" په معنا ده. دا د سوېلي افریقا لپاره یو عامیانه نوم دی، په داسې حال کې چې د پان افریقا خوځښت، ځینې سیاسي ګوندونه د "ازانیا یا Azania" اصطلاح غوره کوي.   [۱۸][۱۹][۲۰]

ایداري وېش

بیرغ

تاریخ

جغرافیه

کلتور

جغرافیه

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ جيونيمز پېژند: https://www.geonames.org/953987
  2.   د (P402) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ {{cite web}}: Empty citation (help)
  3. http://www.statssa.gov.za/publications/P0211/P02112ndQuarter2018.pdf
  4. http://www.drivesouthafrica.co.za/driving-information/south-africa/
  5. Census 2011: Census in brief (PDF). Pretoria: Statistics South Africa. 2012. pp. 23–25. ISBN 978-0621413885. Archived (PDF) from the original on 13 May 2015.
  6. "South Africa Fast Facts". SouthAfrica.info. April 2007. Archived from the original on 19 July 2008. نه اخيستل شوی 14 June 2008.
  7. "South African Maritime Safety Authority". South African Maritime Safety Authority. Archived from the original on 29 December 2008. نه اخيستل شوی 16 June 2008.
  8. "Coastline". The World Factbook. CIA. Archived from the original on 16 July 2017. نه اخيستل شوی 16 June 2008.
  9. Guy Arnold. "Lesotho: Year In Review 1996 – Britannica Online Encyclopedia". Encyclopædia Britannica. Archived from the original on 22 June 2013. نه اخيستل شوی 30 October 2011.
  10. "Rainbow Nation – dream or reality?". BBC News. 18 July 2008. Archived from the original on 8 September 2013. نه اخيستل شوی 10 August 2013.
  11. Cooper, Andrew F; Antkiewicz, Agata; Shaw, Timothy M (10 December 2007). "Lessons from/for BRICSAM about South-North Relations at the Start of the 21st Century: Economic Size Trumps All Else?". International Studies Review. 9 (4): 675, 687. doi:10.1111/j.1468-2486.2007.00730.x.
  12. Lynch, David A. (2010). Trade and Globalization: An Introduction to Regional Trade Agreements. Rowman & Littlefield. p. 51. ISBN 978-0-7425-6689-7. Archived from the original on 11 October 2013. نه اخيستل شوی 25 August 2013. Southern Africa is home to the other of sub-Saharan Africa's regional powers: South Africa. South Africa is more than just a regional power; it is currently the most developed and economically powerful country in Africa, and now it is able to use that influence in Africa more than during the days of apartheid (white rule), when it was ostracised.
  13. "South Africa". World Bank. Archived from the original on 1 November 2011. نه اخيستل شوی 23 July 2021.
  14. Waugh, David (2000). "Manufacturing industries (chapter 19), World development (chapter 22)". Geography: An Integrated Approach. Nelson Thornes. pp. 563, 576–579, 633, 640. ISBN 978-0-17-444706-1. Archived from the original on 11 October 2013. نه اخيستل شوی 24 August 2013.
  15. Lieberman, Evan (2022). Until We Have Won Our Liberty (په انګليسي). Princeton University Press. ISBN 978-0-691-20300-3. Archived from the original on 24 November 2021. نه اخيستل شوی 25 November 2021.
  16. "South Africa's Unemployment Rate Increases to 23.5%". Bloomberg. 5 May 2009. نه اخيستل شوی 30 May 2010.{{cite news}}: ساتل CS1: url-status (link)
  17. "HDI" (PDF). UNDP. Archived from the original (PDF) on 19 December 2008.
  18. Livermon, Xavier (2008). "Sounds in the City". In Nuttall, Sarah; Mbembé, Achille (eds.). Johannesburg: The Elusive Metropolis. Durham: Duke University Press. p. 283. ISBN 978-0-8223-8121-1. Archived from the original on 2 May 2019. نه اخيستل شوی 5 January 2016. Mzansi is another black urban vernacular term popular with the youth and standing for South Africa.
  19. "Mzansi DiToloki". Deaf Federation of South Africa. Archived from the original on 16 January 2014. نه اخيستل شوی 15 January 2014. uMzantsi in Xhosa means 'south', Mzansi means this country, South Africa
  20. Taylor, Darren. "South African Party Says Call Their Country 'Azania'". VOA (په انګليسي). Archived from the original on 24 June 2016. نه اخيستل شوی 18 February 2017.